دنیا ۳ مئی ۲۰۲۶

د ایران نوې وړاندیزونه به ژر وڅېړم، د بیا برید امکان شته: ټرمپ

*کوټه (وېب ډېسک – ورځپاڼه نوې ژوند)د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د ایران وروستي وړاندیزونه ورته وړاندې شوي دي او ډېر ژر به یې جاج واخلي، خو دا تصور نه شي کولای چې دغه وړاندیزونه به د منلو وړ وي.د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ټرمپ زیاته کړې چې د ایران پر وړاندې د دوی لګېدلې ناکه‌بندي یوه “دوستانه ناکه‌بندي” ده. هغه خبرداری ورکړی چې پر ایران د بیا برید امکان هم شته.ټرمپ وویل چې ایران تر اوسه پورې د خپلو اقداماتو دومره لوړه بیه نه ده پرې کړې، او دا چې امریکا له ایران سره د خبرو اترو پراخ صلاحیت لري.هغه دا هم وویل چې په کانګرس کې د ډیموکریټ او ځینو ریپبلکن غړو له خوا د جګړې د اجازې موضوع راپورته کول د امریکا د مذاکراتي صلاحیت محدودولو هڅه ده.له جرمني څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه ټرمپ وویل چې امریکا به له جرمني څخه د پنځه زره نه هم زیات پوځیان بېرته راوبولي.