مقامی ۳ مئی ۲۰۲۶

چمن او سپین بولدک د سوداګریزې لارې د لاجسټیک لوبې ښکار کېږي: احمد خان اڅکزی

ګلستان(نوی ژوند (پښتو ورځپاڼه)، کوټه** د چمن او سپین بولدک د اوسنیو حالاتو په اړه سیمه‌ییز مشر احمد خان اڅکزي ویلي چې دا دواړه سرحدي ښارونه د نړیوالو سوداګریزو بدلونونو تر اغېز لاندې د لاجسټیکي سیالیو ښکار شوي دي، چې له امله یې پر ځایي خلکو فشارونه زیات شوي دي۔هغه د دې وضعیت د وضاحت لپاره د خپل ماشومتوب یو مثال وړاندې کړ او ویې ویل چې لکه څنګه به په کور کې مېلمه د “تکیه جګړې” له امله د وتلو ته اړ کېده، همدا ډول اوس دا سرحدي ښارونه هم د داسې فشارونو سره مخ دي چې ښايي خلک له دې سیمو وتلو ته مجبور کړي۔احمد خان اڅکزي وویل چې چمن او سپین بولدک د نړیوالې سوداګرۍ په مهم کراس روټ کې موقعیت لري، او د راتلونکو پلانونو له مخې به د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته لوی ټرمینلونه جوړ شي۔ په دغو ټرمینلونو کې به د ګوادر بندر څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو او روس ته تلونکي ټرانزټ مال ذخیره کېږي۔هغه زیاته کړه چې له دې سیمو به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګمرک او لېویز د مالیاتو تر ټاکلو وروسته د توکو منظم تګ راتګ ترسره کېږي، چې دا به سیمه د نړیوالې سوداګرۍ مهم مرکز وګرځوي۔نوموړي خبرداری ورکړ چې دا بدلونونه که څه هم اقتصادي اهمیت لري، خو د دې بیه به ځایي اوسېدونکي پرې کوي، ځکه چې د پخواني دودیز تجارتي نظام او د خلکو د ازاد تګ راتګ سیستم له ستونزو سره مخ کېږي۔د هغه په وینا، داسې ښکاري چې دولتونه اوس دا ښارونه د استوګنې پر ځای د اقتصادي زونونو او ټرانزټ نقطو په توګه ګوري، ترڅو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د لاسرسي لارې اسانه کړي۔هغه ټینګار وکړ چې د پرمختګ تر څنګ باید د ځایي خلکو حقوق، د هغوی معیشت او ټولنیز ژوند هم خوندي وساتل شي، څو دا بدلونونه د خلکو پر وړاندې د ستونزو پر ځای د فرصتونو لامل وګرځي۔