مقامی ۳ مئی ۲۰۲۶

ډاکټر عبدالمالک بلوچ: وفاق د بلوچستان له خلکو زیات د وسایلو سره علاقه لري

کوټه/تربت:نوی ژوند (پښتو ورځپاڼه)، کوټه د نیشنل ګوند مرکزي مشر او پخواني وزیراعلیٰ ډاکټر عبدالمالک بلوچ ویلي دي چې اسلام‌آباد او د ریاست مقتدره حلقې د بلوچستان ستونزې جدي نه اخلي، او وفاق د دې خاورې له خلکو څخه زیات د دې وسایلو ته لیوالتیا لري۔هغه د سینیټر جان محمد بلیدي سره په ګوندۍ غونډه کې وویل چې بلوچستان کې خلکو ته د رایې حق په بشپړ ډول نه دی ورکړل شوی او تر څو د سیاسي او جمهوري ګوندونو ځای ونه منل شي، حالات نه ښه کېږي۔نوموړي وویل چې د بلوچستان ستونزه سیاسي او ملي مسئله ده او حل یې یوازې د خبرو له لارې ممکن دی، خو واکمنان یې د زور له لارې د حل هڅه کوي۔هغه زیاته کړه چې د تېرو غلطو پالیسیو او تېروتنو له امله بلوچستان تر دې حالت رسېدلی، او د پخواني نظامي دورې اغېزې لا هم موجودې دي۔ډاکټر عبدالمالک بلوچ وویل چې د ملي روغې جوړې پالیسي ته اړتیا ده، د خلکو باور باید بېرته بحال شي، د کرپشن مخه دې ونیول شي، تعلیم ته دې ځانګړې پاملرنه وشي او ځوانان دې د میرټ پر بنسټ په دندو وګمارل شي۔هغه د سیاسي بندیانو د خوشې کولو او د غیرقانوني اقداماتو د ختمولو غوښتنه هم وکړه۔