امریکايي چارواکو ویلي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ د لا پیاوړتیا لپاره پراخ امکانات موجود دي او د نړیوالې سوداګرۍ په ډګر کې د پاکستان رول مهم دی، د راپورونو له مخې د امریکا د سوداګرۍ استازي رک سوئټزر د سیمې د ثبات لپاره د پاکستان مثبت کردار وستایه، دا څرګندونې هغه مهال وشوې کله چې د پاکستان د سوداګرۍ وفاقي وزیر جام کمال او د امریکا مرستیال سوداګریز استازي رک سوئټزر ترمنځ مجازي لیدنه ترسره شوه چې پکې دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او متوازن تجارتي تړون په اړه تفصیلي خبرې وکړې، جام کمال وویل چې پاکستان د یو مسؤل نړیوال کردار او د سولې د ترویج لپاره ژمن دی او له امریکا سره د سوداګرۍ زیاتولو او نوو برخو کې د همکارۍ غوښتونکی دی، امریکايي لوري ټینګار وکړ چې له پاکستان سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره پراخ فرصتونه شته، په دې لیدنه کې دواړو لورو په دې هم سلا شول چې یو داسې تجارتي چوکاټ ته اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو لپاره ګټور او د راتلونکي پر بنسټ وي، د سوداګرۍ وزارت سیکرټر جواد پال وویل چې د متقابل بنیادونو پر اساس تجارتي چوکاټ به دوامداره اقتصادي همکاري لا پیاوړې کړي، تخنیکي خبرې اترې روانې دي او پر ځینو مهمو موضوعاتو لا هم پرمختګ ته اړتیا ده۔
