مقامی ۶ مئی ۲۰۲۶

حکومت په صوبه کې د پرمختیایي پروژو د ګړندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کوي، شعیب نوشیرواني

کوټه (نوی ژوند): د بلوچستان د خزانې وزیر میر شعیب نوشیرواني ویلي دي چې حکومت په صوبه کې د پرمختیایي پروژو د ګړندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کوي او له بودیجې پرته هم په بېلابېلو برخو کې د فنډونو عادلانه وېش یقیني کیږي ترڅو ولس ته سمدستي اسانتیاوې برابرې شي، نوموړي د بېلابېلو پلاوو سره د خبرو پر مهال وویل چې موږ پر خپلې لوړې ولاړ یو او د ولس د ستونزو حل زموږ لومړیتوب دی چې په دې لړ کې به هیڅ ډول جوړجاړی ونه شي، ده زیاته کړه چې تعلیم، روغتیا، بنسټیزه اډانه (انفراسټرکچر) او د څښاک پاکو اوبو پروژو ته لومړیتوب ورکول کیږي او د غیر پرمختیایي لګښتونو په کمولو سره به زیاتې سرچینې د عامه هوساینې لپاره وکارول شي، هغه دا هم وویل چې په صوبه کې د پانګونې د ودې لپاره پالیسۍ جوړیږي او د روڼتیا یقیني کولو لپاره مالي نظام ډیجیټل کیږي ځکه چې د حکومت مقصد یوازې د بودیجې وړاندې کول نه بلکې په حقیقي مانا د پرمختګ باوري کول دي.