بېجينګ/هرمز ( نوی ژوند ویب) چينايي رسنيو راپور ورکړی چې د چين ملکيت يوه تېل وړونکې بېړۍ د تېرې دوشنبې په ورځ د هرمز تنګي ته نږدې تر بريد لاندې راغلې چې له امله يې د بېړۍ پر ډېک اور ولګېد، راپورونه وايي دا لومړی ځل دی چې پر يوه چينايي تېل وړونکې بېړۍ بريد کېږي او پر بېړۍ د “چائنا اونر اينډ کريو” نښه ليکل شوې وه، تر اوسه د عملې د ژوبلېدو په اړه کومه رسمي پخلی نه دی شوی، د سمندري امنيتي سرچينو په وينا اغېزمنه بېړۍ ښايي “جے وی انوويشن” نومېږي چې د مارشل آيلينډ تر بيرغ لاندې راجسټر شوې د تېلو او کيمياوي موادو ټينکر بېړۍ ده، دغه پېښه د متحده عرب اماراتو د ميناء صقر بندر ته نږدې رامنځته شوې ده۔
