دنیا ۹ مئی ۲۰۲۶

اندونیزیا کښې د آنلاین قمار لویه ډله نیول شوې، 321 بهرني وګړي گرفتار

Indonesia( ویب ډیسک) اندونیزیا کښې پولیسو د آنلاین جرمونو پر ضد عملیاتو کښې د آنلاین قمار یوه لویه ډله نیولې او 321 بهرني وګړي یې گرفتار کړي دي۔ د جکارتا ښار یوې ودانۍ نه نیول شوو کسانو کښې 228 د ویتنام، 57 د چین، 13 د میانمار، 11 د لاوس، 5 د تایلینډ او 3 د کمبوډیا اوسېدونکي دي۔ پولیس وایي نیول شوي کسان پوهېدل چې دوی اندونیزیا ته د آنلاین قمار د ودې لپاره راغلي او زیاتره یې بهرني مشتریان په نښه کول۔ بل لور ته د باتام ټاپو نه هم 210 بهرني وګړي د آنلاین پانګونې د درغلۍ په تور نیول شوي وو۔