واشنګټن (ويب ډيسک) د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې ډېری امريکايان د ايران سره د جګړې تر پای ته رسولو زيات دا غواړي چې ايران اټومي وسلو ته له رسېدو راوګرځول شي۔ نوموړي په ټولنيزو رسنيو کې د يوې نظرپوښتنې له لارې له خلکو پوښتنه کړې وه چې د امريکا لومړيتوب بايد د ايران د اټومي وسلو مخنيوی وي که د روانې شخړې ختمول۔ د سروې پايلو له مخې زياتو خلکو د ايران د اټومي پروګرام د مخنيوي ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې لږو کسانو سمدستي اوربند او د جګړې پای ته رسېدل مهم بللي دي۔ ټرمپ وويل چې 53 سلنه امريکايي رايه ورکوونکي د ايران د اټومي وسلو مخنيوی تر جګړې ختمولو مهم ګڼي او 60 سلنه خلک دا د انرژۍ د بيو له ثبات څخه هم مهم بولي۔ نوموړي يو ځل بيا ټينګار وکړ چې ايران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي او امريکا په سيمه کې د تاوتريخوالي د کمولو هڅې هم روانې ساتلې دي۔
