تازه خبرونه ۹ مئی ۲۰۲۶

پرنټ مېډيا د سياسي شعور او جمهوريت بنسټ دی، د صحافت د آزادۍ دفاع ته به دوام ورکوو

کوټه (نوی ژوند کوټه) د پشتونخوا نیشنل عوامی پارٹی مرکزي سينيئر ډپټي چيئرمين او پخواني سينيټر رضا محمد رضا، صوبايي صدر نصراللہ خان زیرے او صوبايي سيکرټري اول فقیر خوشحال کاسی ويلي دي چې د پرنټ مېډيا پر ضد هر ډول سازشونه به ناکامه کوي او په صوبه کښې به د صحافت آزادۍ، جمهوري اقدارو او فکري آزادۍ د تحفظ لپاره خپله مبارزه جاري ساتي، ځکه چې پرنټ مېډيا د سياسي شعور، قومي فکر او ولسي پوهاوي بنيادي سرچينه ده او د رياست او ولس ترمنځ مضبوط اړيکي ټينګوي۔ دغه څرګندونې هغوی د بلوچستان پرنٹ میڈیا د چيئرمين سید انور شاہ په مشرۍ د يو پلاوي سره د ملاقات پر مهال وکړې چې پکښې ډاکټر ناشناس لېهړي، مير فاروق لانګو، عاطف خان سدوزئی، کليم صادق او سردار شاه زمان پيرکاني هم شامل وو۔ په ملاقات کښې د بلوچستان کابینې د وروستيو پرېکړو، مقامي اخبارونو ته د پېښو ستونزو، د اشتهاراتو بندېدو، مالي بحران او د صحافتي ادارو د مستقبل په اړه تفصيلي خبرې وشوې، او پلاوي اندېښنه څرګنده کړه چې د حکومتي پاليسيو له امله زرګونه خبريالان، هاکران، کمپوزران او د چاپخانو کارکوونکي د بې روزګارۍ له خطر سره مخ دي۔ د ګوند مشرانو وويل چې بلوچستان غوندې پراخه او وروسته پاتې صوبه کښې مقامي اخبارونه د ولس د ستونزو د راپورته کولو تر ټولو اغېزمنه وسيله ده او که پرنټ مېډيا کمزورې شوه نو نه يوازې زرګونه کورنۍ به اغېزمنې شي بلکې د لرې پرتو سيمو د ولس غږ به هم غلی شي، ځکه نو حکومت بايد د مېډيا ضد پاليسيو نه ډډه وکړي او د صحافتي ادارو د پياوړتيا لپاره عملي ګامونه پورته کړي، په داسې حال کښې چې پشتونخوا نیشنل عوامی پارٹی به د خبريالانو، قلمکارانو او مېډيا ورکرانو ترڅنګ ولاړه وي او د صحافت د آزادۍ لپاره به په هر فورم غږ پورته کوي۔