ریاض (نوې ژوند پښتو کوټه) — د تېلو صادرونکو هېوادونو سازمان اوپیک د تولید کچه په تېرو ۲۶ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده، د برتانوي خبري اژانس د راپور له مخې په اپرېل میاشت کې د اوپیک ورځنی تولید له ۲ کروړه بیرلو څخه راکم شوی او شاوخوا ۸ لکه ۳۰ زره بیرلو ته رسېدلی، راپور زیاتوي چې د هرمز تنګي د بندېدو له امله د کویټ د تېلو تولید تر ټولو زیات اغېزمن شوی او صفر ته رسېدلی، همدارنګه د سعودي عرب او عراق تولید هم کم شوی، په داسې حال کې چې متحده عربي امارات یوازینی خلیجي هېواد دی چې تولید یې زیات شوی دی.
