دنیا ۱۳ مئی ۲۰۲۶

د سولې پر لاره لوی خنډونه امریکا او اسرائيل دي: عباس عراقچي

ايران (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ويلي دي چې د نړۍ د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د امريکا ګواښوونکی چلند، پاروونکې بيان بازۍ او بې‌باوري سياست دی.هغه د ناروې د بهرنيو چارو له مرستيال وزير سره د ملاقات پر مهال وويل چې د هرمز تنګي اصلي ستونزه د امريکا او اسرائيل له لوري د اوربند پرله‌پسې سرغړونې دي.عباس عراقچي زياته کړه چې ايران د ستراتيژيکو اوبو د لارې لپاره د نړيوالو قوانينو مطابق نوي ضوابط جوړوي، څو د سيمې ثبات ته زيان ونه رسېږي.د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سماعيل بقايي وويل چې د ايران وسله وال ځواکونه د هر ډول ممکنه سناريو لپاره بشپړ چمتو دي.هغه زياته کړه چې که نړۍ د ظلم او تسلط سياست ردوي، نو بايد د ايران دريځ ملاتړ کړي.