دنیا ۱۵ مئی ۲۰۲۶

اسرائیلي پوځ د جنوبي لبنان پنځه کليو د خالي کولو امر کړی

بیروت (روزنامہ نوې ژوند پشتو کوټه) د اسرائیلي پوځ له لوري د جنوبي لبنان د پنځو کلیو اوسېدونکو ته امر شوی چې سمدستي دغه سیمې خالي کړي او له خپلو کورونو ووځي. د اسرائیلي پوځ د ویاند په وینا دا اقدام د حزب‌الله له لوري د اوربند د سرغړونو له ادعا وروسته شوی او وایي چې د احتمالي پوځي عملیاتو له امله خلک دې د خپل ځان د خوندیتوب لپاره له سیمې لږ تر لږه زر متره لرې شي. راپورونه وایي چې دا خبرداری د طایر ښار ته نږدې د ساحلي سیمو پنځو کلیو لپاره خپور شوی دی. بل لور ته د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اوربند سره سره وخت نا وخت د نښتو او بریدونو راپورونه هم ورکول کېږي، او په همدې حال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب د خبرو درېیم پړاو په واشنګټن کې روان دی چې هدف یې د نوي اوربند هوکړه او د شخړو کمول دي.