ډهاکه (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): په بنګله دېش کې د شري (خسرې) ناروغۍ له امله وضعیت سخت خراب شوی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۱۲ ماشومان مړه شوي، چې ټول شمېر یې ۴۵۱ ته رسېدلی، د روغتیا ادارې په وینا یوازې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۱,۳۰۳ نوي ناروغان روغتونونو ته داخل شوي، له مارچ راهیسې تر اوسه له ۵۵ زره زیات مشکوک کیسونه ثبت شوي او زرګونه ناروغان روغ شوي، خو د ناروغۍ د چټک خپرېدو له امله د روغتیايي نظام پر وړاندې فشار ډېر شوی او د ماشومانو د مړینې کچه د اندېښنې وړ بلل کېږي.
