هاوانا: کیوبا د امریکايي بندیزونو او د تېلو د سخت کمښت له امله له شدید انرژۍ بحران سره مخ شوی، چې له کبله یې د هېواد زیاتې برخې په تیارو کې ډوبې شوې دي او ځینو سیمو کې تر ۱۹ ساعتونو پورې د برېښنا بندښت رپوټ شوی دی. د انرژۍ وزیر ومنله چې د پټرولو، ډیزلو او تیلو زېرمې نږدې ختمې شوې دي. حکومت د امریکا بندیزونه د دې بحران اصلي لامل بولي، په داسې حال کې چې په هاوانا او نورو ښارونو کې خلکو د اوږدې لوډشیډینګ پر ضد احتجاجونه پیل کړي دي.
