نیویارک (روزنامہ نوې ژوند پښتو کوټه): شپږ عربي هېوادونو بحرین، کویت، سعودي عرب، متحده عربي امارات، قطر او اردن ملګرو ملتونو ته په یوه ګډ لیک کې غوښتنه کړې چې ایران دې د هرمز تنګي په اړه خپل یو اړخیز قوانین بیرته واخلي، دوی ویلي چې هېڅ هېواد حق نه لري په نړیوالو سمندري لارو یو اړخیز قوانین تحمیل کړي، او غوښتنه یې کړې چې دا تنګي دې غیر مشروط ډول پرانیستی وساتل شي او د احتمالي زیانونو معاوضه هم ورکړل شي.
