منیلا (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) د فلپائن پارلیمان کې هغه مهال سختې بېنظمي رامنځته شوه کله چې د نړیوالې جزایي محکمې لخوا د انسانیت ضد جرمونو په تور مطلوب سینیټر رونالډ ډیلا روزا د نیولو له وېرې د سینیټ په ودانۍ کې پټ شو. د راپورونو له مخې د ودانۍ دننه د ډزو اوازونه واورېدل شول چې له امله یې وکیلان، خبریالان او کارکوونکي په ویره کې بېلابېلو لورو ته منډې وهلې. چارواکو ویلي چې نامعلومو وسلهوالو د سینیټ دوهم منزل ته د داخلېدو هڅه وکړه، خو د ساتونکو د ځوابي ډزو وروسته نښته رامنځته شوه او بریدګر وتښتېدل، په داسې حال کې چې وروسته پولیسو یو شکمن کس نیولی او پلټنې روانې دي، او د پېښې له امله کوم ځاني زیان نه دی رامنځته شوی. راپورونه زیاتوي چې نوموړی سینیټر له ودانۍ تښتېدلی، او پر ده تور دی چې د پخواني ولسمشر روډریګو دوتیرته د دورې پر مهال یې د نشهيي موادو ضد عملیاتو کې د زرګونو کسانو د وژنو په قضیو کې رول درلود.
