دنیا ۱۶ مئی ۲۰۲۶

د ټرمپ او شي جين پینګ د نوټ بک په اړه دعوې بې بنسټه وبلل شوې

کوټه (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) په بیجینګ کې د یوې غونډې ویډیو چې پکې ادعا شوې وه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چین ولسمشر شي جين پینګ نوټ بک ته کتل، په ټولنیزو رسنیو کې جنجال جوړ کړی، خو د سي این این د څېړنې له مخې دا نوټ بک د امریکا د ولسمشرۍ رسمي مهر لرونکې فایل وه چې پکې د ټرمپ خپله وینا یا ژباړل شوی متن موجود و، راپور وایي چې ټرمپ دغه فایل وروسته هم د خپلې وینا لپاره کارولی، او دا ویډیو یوازې د غلطو تشریحاتو له امله بحثونه راپورته کړي دي۔