لاهور (صداقت انټرنیشنل ویب نیوز) پاکستان د سټریټ چائلډ ورلډ کپ کې غوره کارکردګي ښودلې او درېیم مقام یې خپل کړی دی. په سیمي فاینل کې پاکستان د برازیل پر وړاندې په یوه سخت او سنسني خیزه لوبه کې د یو پر دوو ګولونو سره ماتې وخوړه، خو د ټورنامنټ په جریان کې پاکستاني لوبغاړي د لوړ ګول سکورر په توګه هم وځلېدل. فاینل کې برازیل هند ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه، په داسې حال کې چې د نجونو په کټګورۍ کې هم برازیل بریالی شو، او په مجموعي توګه پاکستان د درېیم مقام په ترلاسه کولو سره ښه کارکردګي وښوده.
