کوټه (ډیلي نوی ژوند) په سلهټ کې د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د دوهم ټیسټ لوبې په څلورمه ورځ د لوبې په پای کې د پاکستان وضعیت ستونزمن شوی دی. پاکستان په خپله دوهمه اننګز کې ۷ ویکټو په زیان ۳۱۶ منډې جوړې کړې دي او د بریا لپاره ورته نور ۱۲۱ منډو ته اړتیا ده. محمد رضوان ۷۵ منډو سره ناسوځېدلی دی، په داسې حال کې چې ساجد خان ۸ منډو سره په کریز ولاړ دی. له دې مخکې شان مسعود او سلمان علي آغا ۷۱، ۷۱ منډې جوړې کړې وې، خو بنګله دېش د خپلو اننګزونو په ترڅ کې قوي بیټنګ کړی او د سیالۍ فضا یې توده کړې ده.
