کوټه (ډیلي نوی ژوند) د نړیوال بازار د اغېزو له امله په هېواد کې د سرو زرو په بیو کې یو ځل بیا لږ زیاتوالی ثبت شوی، چې له امله یې د سرو زرو او سپینو زرو د ارزښتونو د کمښت لړۍ هم درېدلې ده. د جیولرز په وینا په کورني بازار کې د ۲۴ قیراط سرو زرو فی توله بیه ۹۰۰ روپۍ لوړه شوې او ۴ لکه ۷۷ زره ۱۶۲ روپیو ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې د ۱۰ ګرامو بیه کې هم ۷۷۲ روپۍ زیاتوالی راغلی او نوې بیه ۴ لکه ۹ زره ۸۹ روپۍ شوې ده. د صرافه ټولنې د معلوماتو له مخې د سپینو زرو په فی توله بیه کې هم ۲۶ روپۍ زیاتوالی راغلی او ۸ زره ۹۹ روپیو ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې په نړیوال بازار کې د سرو زرو بیه ۹ ډالر لوړه شوې او فی اونس ۴ زره ۵۴۸ ډالرو ته رسېدلې ده.
