تازه خبرونه ۱۹ مئی ۲۰۲۶

کوئټه کې د ایراني تېلو په بیو کې د مصنوعي زیاتوالي مخنیوي لپاره د ضلعي انتظامیې لوی اقدام

کوټه (ډیلي نوی ژوند) د کوئټې ضلعي انتظامیې په ښار کې د ایراني پټرولیم محصولاتو د بیو ناڅاپي او غیرمعمولي زیاتوالي جدي نوټس اخیستی او د عامو خلکو لپاره یې د بیو د کنټرول لپاره بېړني اقدامات پیل کړي دي. د ایډیشنل ډپټي کمشنر جنرل کوئټه په مداخله د ښار په کچه د ایراني پټرول او ډیزلو د مصنوعي ګرانۍ د مخنیوي لپاره سخت ګامونه اخیستل شوي دي. د راپورونو له مخې، تېره شپه پورې په کوئټه کې ایراني پټرول ۲۷۰ روپۍ فی لیټر و، خو په ځینو ځایونو کې دا بیه ناڅاپه ۲۹۰ روپیو ته لوړه شوې وه، چې له امله یې عام خلک او ټرانسپورټر سخت اندېښمن شوي وو. د شکایتونو له ترلاسه کېدو وروسته ضلعي ادارې د نرخونو څارنه سخته کړې او د من ماني نرخ اخیستونکو پر ضد د قانوني کارروایۍ خبرداری ورکړی دی.