تازه خبرونه ۲۰ مئی ۲۰۲۶

د پاکستان سټاک مارکیټ کې مثبت رجحان

کراچۍ کوټه (نوی ژوند کوټه) د پاکستان سټاک مارکیټ کې انډیکس د یو لک 63 زره پوائنټونو کچې ته بېرته رسېدلی دی. د کاروباري اونۍ په درېیمه ورځ د کاروبار په پیل کې په مارکیټ کې مثبت رجحان لیدل شوی او له 600 څخه زیات پوائنټونه زیات شوي دي.بل لور ته انټربینک کې د امریکایي ډالر ارزښت کې ثبات لیدل شوی او ډالر 278 روپۍ 57 پېسو کې ثابت پاتې دی.