تازه خبرونه ۲۰ مئی ۲۰۲۶

پاکستان ټیم ته د آسټرالیا خلاف د ون ډی سیریز نه مخکې لویه ضربه

لاهور(نوی ژوند کوټه) پاکستان کرکټ ټیم ته د آسټرالیا پر ضد د درې میچونو د ون ډی سیریز نه مخکې لویه ضربه رسېدلې ده، ځکه چې اوپننګ بیټسمېنان فخر زمان او صائم ایوب د دې سیریز لپاره نه شي لوبېدلی. د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه لوبغاړي له ټپ څخه د روغتیايي رغېدو په پړاو کې دي او د بورډ د میډیکل سټاف تر څارنې لاندې د ریهاب پروسې څخه تېرېږي. پي سي بي ویلي چې فخر زمان او صائم ایوب د آسټرالیا خلاف د ۳۰ مې مې څخه پېلېدونکې ون ډی سیریز د سلیکشن لپاره نه دي شامل شوي تر څو بشپړه فټنس ترلاسه کړي. بورډ دواړو لوبغاړو ته د ژر روغتیا هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تمه ده هغوی ژر بېرته لوبډلې ته راستانه شي، همدارنګه پي سي بي ویلي چې د نورو لوبغاړو او سکواډ د فټنس په اړه به نور معلومات په مناسب وخت کې جاري شي. د آسټرالیا کرکټ لوبډله د مې په ۲۳ مه اسلام آباد ته رارسيږي او د پاکستان او آسټرالیا ترمنځ ون ډی سیریز به د مې له ۳۰مې تر جون ۴مې پورې په راولپنډۍ او لاهور کې ترسره شي.