تازه خبرونه ۲۰ مئی ۲۰۲۶

پاکستان کرکټ ټیم ته د اسټرالیا خلاف ون ډي سیریز مخکې لوی زیان

لاهور کوټه (نوی ژوند کوټه) د پاکستان کرکټ ټیم ته د اسټرالیا خلاف د درې میچونو ون ډي سیریز مخکې لوی زیان رسېدلی دی. اوپننګ بیټرز فخر زمان او صائم ایوب به د دې سیریز لپاره نه وي.د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) په بیان کې ویل شوي چې دواړه لوبغاړي د ټپونو له رغېدو (ریهبیلیټېشن) له مرحلې تېرېږي او د میډیکل سټاف تر څار لاندې دي. بورډ ویلي چې دواړه لوبغاړي د ۳۰ مې مې څخه پېلېدونکې سیریز لپاره سلیکشن کې نه دي شامل شوي، څو بشپړ فټنس ترلاسه کړي.پي سي بي هیله ښودلې چې فخر زمان او صائم ایوب به ژر بېرته میدان ته راستانه شي. د اسټرالیا لوبډله به د مې په ۲۳مه اسلام آباد ته رارسېږي او سیریز به د مې له ۳۰مې تر ۴ جون پورې په راولپنډۍ او لاهور کې ترسره شي.