تہران(نړیوال ډیسک)د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو اساسي هدف د جګړې ختمول دي، خو لا داسې نه شي ویل کېدای چې کومه معاهده نږدې ده.هغه وویل چې د قطر په منځګړیتوب کې د عباس عراقچي او نورو اړخونو ترمنځ خبرې روانې دي، او پاکستان هم په دې بهیر کې د منځګړتوب رول ادا کوي.د ویاند په وینا د ایران او امریکا ترمنځ اختلافات ژور او پیچلي دي، نو د څو لیدنو یا لنډې مودې په خبرو کې پایلې ته رسېدل ممکن نه دي.هغه زیاته کړه چې ډیپلوماسي وخت ته اړتیا لري او تمه شته چې په پای کې به کومه نتیجه ترلاسه شي، خو په دې پړاو کې د اټومي مسلې په تفصیل خبرې نه کېږي.
