تازه خبرونه ۲۲ مئی ۲۰۲۶

څلور نیم کاله وروسته د پاکستان زرمبادله ذخایر ۲۲ اربه ډالرو ته ورسېدل

اسلام آباد: د اسټیټ بینک د راپور له مخې د پاکستان مجموعي زرمبادله ذخایر ۲۲ اربه ۵۸ کروړه ډالرو ته رسېدلي دي، چې دا کچه څلور نیم کاله وروسته بیا ثبت شوې ده.د راپور له مخې د آی ایم ایف قسطونو او پانډا بانډ له لارې د فنډونو ترلاسه کېدو وروسته ذخایر کې ۱ ارب ۲۵ کروړه ډالره زیاتوالی راغلی دی. مرکزي بانک وایي چې د بهرني قرضو د تادیاتو باوجود ذخایر لوړ شوي دي.