کوټه (اسټاف رپورټر) ۲۳ مئی:* میر سرفراز بگٹی ويلي دي چي د بلوچستان حکومت له لوري د تعليم په برخه کښي پيل سوي اصلاحات مثبتې پايلې ورکوي او د تېرو دوو کلونو پر مهال په ټول صوبه کښي ۳ زره ۷۷۸ بند ښوونځي بېرته فعال کړل سوي او تر اووه لکه او اوولس زره زيات ماشومان سرکاري ښوونځيو ته داخل کړل سوي دي. ده د ټولنيزو رسنيو پر پاڼه «ايکس» خپل پيغام کښي ويلي چي د حکومتي اقداماتو له امله د ښوونځي پرېښوونکو ماشومانو کچه پنځه فيصده راکمه سوې او په ښوونځيو کښي د زده کوونکو د پاتې کېدو کچه يوولس فيصده لوړه ثبت سوې ده، چي دا د تعليم په برخه کښي د حکومتي تګلارو پر وړاندې د ولس د باور څرګند ثبوت ګڼل کېږي. د ده په وينا د غيرفعال ښوونځيو بيا فعالولو ته لومړيتوب ورکړل سوی وو چي له امله يې زرګونه ماشومان بېرته د تعليم بهير ته راستانه سول او په ليرو پرتو سيمو کښي تعليمي فعاليتونه هم پياوړي سول. نوموړي زياته کړه چي د بلوچستان د وروسته پاتې والي د خاتمې، د ځوان نسل د روښانه راتلونکي او د صوبې د پايښتمن پرمختګ بنسټ معياري تعليم دی، ځکه حکومت د ښوونکو د حاضرۍ، د ښوونځيو د فعاليت او تعليمي معيار د ښه والي لپاره عملي او اغېزمن اقدامات روان ساتلي دي څو هر ماشوم ته د تعليم رسېدنه يقيني سي۔
