دنیا ۲۳ مئی ۲۰۲۶

روس وايي د ایران دریځ حقیقت ته نږدې، امریکا وضعیت مبالغه کوي

جنیوا (نوی ژوند رپورټ)د روسیې د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو استازي میخائل اولیانوف د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند مذاکراتو په اړه ویلي چې د اوسني وضعیت په اړه د ایران دریځ حقیقت ته ډېر نږدې ښکاري، په داسې حال کې چې امریکا د مذاکراتو پرمختګ مبالغه کوي او واقعیت تر خپل حد زیات وړاندې کوي، نوموړي په خپل بیان کې ویلي چې د ایران ارزونه د موجوده شرایطو سره ډېره مطابقت لري او د واشنګټن له خوا ورکړل کېدونکي پیغامونه په دې مرحله کې لږ مسؤلیت لرونکي ښکاري، چې دا څرګندونې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو سختو مذاکراتو په ترڅ کې مهم پرمختګ ګڼل کېږي چیرې چې د اوربند، یورانیمو او سیمه‌ییز امنیت پر مسایلو لا هم ژور اختلافات موجود دي۔