تازه خبرونه ۲۵ مئی ۲۰۲۶

ساؤتھ ایشین فټبال فېډرېشن د ساف کپ ۲۰۲۶ نېټې بدلې کړې

(نوی ژوند)

ساؤتھ ایشین فټبال فېډرېشن د ساف کپ ۲۰۲۶ د سیالیو نېټې بدلې کړې دي. د راپورونو له مخې دا پرېکړه د هند د فټبال لوبډلې د فیفا ایشین کپ کې د ګډون له امله شوې ده.تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې ساف کپ به د سپتمبر له ۲۱مې تر اکتوبر ۶مې پورې د فیفا ونډو پر مهال ترسره شي، خو هندي لوبډله به په همدې موده کې د فیفا ایشین کپ سیالیو کې بوخته وي، له همدې امله منتظمینو د هند ګډون یقیني کولو لپاره د ټورنامنټ نېټې بدلې کړې دي.د ساف جنرل سېکرټري ویلي چې اوس به دغه چیمپئن شپ د نومبر د فیفا ونډو پر مهال ترسره کېږي، چې د نومبر له ۹مې تر ۱۷مې پورې به دوام ولري. هغه زیاته کړه چې د لنډې مودې له امله امکان شته ټورنامنټ د فیفا ونډو له رسمي پیل وړاندې پیل شي.راپور کې ویل شوي چې که سیالۍ د فیفا ونډو نه مخکې پیل شي، نو بهرنیو لیګونو کې بوخت لوبغاړي ښايي په لومړیو لوبو کې ګډون ونه شي کړای۔