اسلام آباد (نوی ژوند)محمد صلاح د ۹ کلونو وروسته له لیورپول څخه مخه ښه کړې ده. هغه د لیورپول لپاره په خپل دوران کې د پریمیر لیګ او چیمپئنز لیګ په ګډون ګڼ مهم ټرافۍ ګټلو کې مهم رول لوبولی دی. په خپل وروستي میچ کې هغه د برینټفورډ پر ضد ولوبېد، چیرې چې د هغه د پاس په مرسته ټیم برتري ترلاسه کړه خو لوبه 1-1 مساوي پای ته ورسېده. راپورونه وايي چې په سټیډیوم کې لوبغاړو او مینه والو هغه ته لویه ستاینه وکړه. محمد صلاح د لیورپول لپاره ټول 257 ګولونه کړي دي او د کلب د تاریخ له سترو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي. هغه ویلي چې دا شیبه ورته ډېره احساساتي وه او تر ټولو زیات یې همدلته ژړلي دي۔
