تازه خبرونه ۲۷ مئی ۲۰۲۶

د امریکا له انکار وروسته مکسیکو ایراني فوټبال ټیم ته د ورلډکپ پر مهال د اوسېدو اجازه ورکړه

میکسیکو ښار (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) ۲۶ مۍ ۲۰۲۶ء: د فوټبال د نړیوال جام ۲۰۲۶ شریک کوربه هېواد میکسیکو اعلان کړی چې د ایران فوټبال ملي لوبډلې ته به د ټورنامنټ پر مهال په خپل هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړي۔د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینبام ویلي چې دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه کله چې امریکا د ایراني لوبډلې د مېلمه پالنې څخه انکار وکړ۔ د هغې په وینا د فیفا په غوښتنه ایران ته په مکسیکو کې د اوسېدو زمینه برابره شوه او کومه ستونزه نه لري۔راپورونه وایي چې د ایران تمریناتي مرکز به د مکسیکو په تیهوانا ښار کې وي، په داسې حال کې چې د ورلډکپ سیالۍ به په امریکا کې ترسره کېږي۔