نوی ژوند ۔۔کرکټ ویسټ انډیز د جاري شوي مهالویش له مخې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله په جولای کې ویسټ انډیز ته سفر کوي، چیرې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه ټیسټ میچونه ترسره کېږي. لومړۍ ټیسټ سیالي به د جولای په 25مه نېټه پیل شي، په داسې حال کې چې دوهمه ټیسټ به د اګست په 2مه نېټه شروع کېږي. دا دواړه میچونه به په ټرینیډاډ او ټوباګو کې ترسره شي او د ورلډ ټیسټ چیمپئن شپ برخه به وي، چې پکې دواړه ټیمونه د مهمو پوائنټونو لپاره سیالي کوي۔
