دنیا ۲۸ مئی ۲۰۲۶

ټرمپ د غزې لپاره د ۱۰ میلیارده ډالرو ژمنه پوره نه کړه.

نوی ژوند نيوز..د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د غزې د بیا رغونې لپاره د جوړ شوي “بورډ آف پیس” له لارې د ۱۰ میلیارده ډالرو د ورکولو اعلان تر اوسه عملي شوی نه دی، د برتانوي رسنیو د راپورونو له مخې څو میاشتې تېرې شوې خو د غزې فنډ لا هم تش پاتې دی او د بیا رغونې پروژې له ځنډ سره مخ دي، راپور کې ویل شوي چې که څه هم په نړیواله کچه د میلیاردونو ډالرو ژمنې شوې وې خو تر اوسه په دغه فنډ کې هېڅ پیسې نه دي جمع شوي، چې له امله یې د غزې د بیا رغونې بهیر اغېزمن شوی دی۔