واشنګټن(نوی ژوند)په امريکا کښې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انځور د ۲۵۰ ډالرو پر بانکنوټ د چاپولو د وړانديز له راپورونو وروسته سياسي او قانوني بحثونه تود شوي دي. د راپورونو له مخې په يوه نوي بل کښې وړانديز شوی چې د ۲۵۰ ډالرو پر نوټ د ډونلډ ټرمپ انځور چاپ شي، که دغه وړانديز منظور شي نو شاوخوا يو نيمه پېړۍ وروسته به د امريکايي کرنسۍ پر نوټ د لومړي ځل لپاره د يوه ژوندي کس انځور ښکاره شي. سرچينې وايي چې تېر کال د امريکا د خزانې وزارت دوو لوړپوړو چارواکو د بيورو آف اينګريوِنګ اينډ پرنټنګ له کارکوونکو غوښتي وو چې د دې اقدام ابتدايي نمونې تيارې کړي، خو چارواکي ټينګار کوي چې د ژوندو شخصيتونو، په ځانګړي ډول ولسمشرانو، انځورونه پر کرنسۍ چاپول د امريکايي قانون خلاف دي. د راپورونو له مخې د اړوند ادارې مشرې قانوني او انتظامي خنډونو ته اشاره کړې وه چې وروسته له خپلې دندې ليرې کړل شوه، په داسې حال کښې ناقدين وايي چې د ټرمپ اداره پر ملي ادارو د شخصي نفوذ پراخولو هڅه کوي.
