تازه خبرونه ۲۹ مئی ۲۰۲۶

د سولې تړون ته د رسېدو هڅو لپاره د ايران ولسمشر د پاکستان مننه وکړه

تهران (نوي ژوند نيوز)د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د سولې تړون ته د رسېدو لپاره د اغېزمنو هڅو له امله د پاکستان مننه کړې او ويلي يې دي چې په سيمه کې د سولې، ثبات او متقابلې همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډې هلې ځلې ضروري دي. نوموړي په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوي پيغام کې ويلي چې د پاکستان او مالېشيا له وزيراعظمانو سره يې ټېليفوني خبرې کړې او د لوی اختر مبارکي يې ورکړې ده. هغه د سولې تړون لپاره د پاکستان هڅې ستايلې او ويلي يې دي چې ايران د مسلمانانو او ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو او همکارۍ د پراخولو پاليسي تعقيبوي. ولسمشر پزشکيان د مالېشيا د سفارتي ملاتړ او بشري همدردۍ پر بنسټ دريځ ستاينه هم کړې او په سيمه کې د ښو اړيکو د پراختيا غوښتنه يې کړې ده.