دنیا ۲۹ مئی ۲۰۲۶

د هرمز تنګي بندیز پای ته رسېدلی.

کوټه( نوی ژوند) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې د هرمز تنګي بندیز پای ته رسېدلی~ او امریکایي بېړۍ اوس د بېرته ستنېدو بهیر پیلولی شي. نوموړي په سپینه ماڼۍ کې ویلي، ایران باید دا ومني چې هېڅکله به اټومي وسله نه لري او د هرمز تنګی باید ژر تر ژره د نړیوال سمندري تګ راتګ لپاره پرانیستل شي. د ټرمپ په وینا د سمندري ماینونو پاکولو، اټومي موادو د څارنې او نورو موضوعاتو په اړه هم پرمختګ شوی او د وروستیو پرېکړو لپاره امریکایي اداره سلا مشورې روانې ساتي.