کوټه، (نوي ژوند ) د چمن رېلوې پھاټک ترڅنګ د وروستي خونړي چاودني له امله اغېزمنو اوسېدونکو د بلوچستان ګورنر او د يادې حلقې منتخب استازي د سيمې د پرلهپسې ليدنو او پاملرنې ستاینه کړې ده.د تفصيلاتو له مخې، نن د بلوچستان ګورنر د پېښې سيمې ته ورسېد او هلته يې له هرې اغېزمنې کورنۍ سره جلا جلا ليدنه وکړه، د هغوی د حال احوال پوښتنه يې وکړه او د کورونو، موټرو او ماډل پبلک سکول د اوښتو زيانونو جاج يې واخيست.د سيمې اوسېدونکو وويل چې د يادې حلقې استازي د چاودنې له رامنځته کېدو وروسته څو ځله د پېښې ځای ته سفر کړی او د خلکو د ستونزو اورېدو ترڅنګ يې د هغوی د ستونزو د حل لپاره هڅې کړې دي.اغېزمنو کورنيو د ولسي خواخوږۍ، اړيکو او ژمنتيا له امله مننه څرګنده کړه او زياته يې کړه چې د چارواکو موجودګۍ په دغه سخت وخت کې هغوی ته ډاډ، هيله او روحي ملاتړ ورکړی دی.
