تازه خبرونه ۲۹ مئی ۲۰۲۶

مالديپ کې د ډايمونډ جوبلي فوټبال ټورنمنټ لپاره د پاکستاني لوبډلې اعلان

کوټه (نوی ژوند نيوز)په مالديپ کې د جون له لومړۍ نېټې تر لسمې نېټې پورې د ترسره کېدونکي ډايمونډ جوبلي نړيوال فوټبال ټورنمنټ لپاره د پاکستان د 23 کسيزې قومي لوبډلې اعلان شوی دی. د قومي لوبډلې سرمربي نولبرتو سولانو وروستی سکواډ اعلان کړی چې پکې د څو تجربه لرونکو لوبغاړو بېرته راستنېدل هم شامل دي، لکه يوسف بټ، عيسی سليمان، مامون موسی، محمد فضل، علي شاه او علي نيازی، په داسې حال کې چې عادل نبي هم وروستي سکواډ ته لار موندلې او علي خان د لومړي ځل لپاره سينئر قومي لوبډلې ته رابلل شوی دی. په سکواډ کې ګول ساتونکي، دفاعي لوبغاړي، منځني ميدان لوبغاړي او بريدکوونکي شامل دي. د پاکستان لوبډله به د مې په 30مه مالديپ ته روانه شي او په څلور هېواديز ټورنمنټ کې به له کوربه مالديپ، بنګله دېش او افغانستان سره سيالۍ وکړي. د مهالوېش له مخې پاکستان به د جون په لومړۍ نېټه له بنګله دېش، د جون په 4مه له مالديپ او د جون په 7مه له افغانستان سره لوبه وکړي، په داسې حال کې چې پایلوبه به د جون په 10مه د مالې په نیشنل فوټبال سټېډيم کې ترسره شي.