کوټه:(نوی ژوند خبریال) د نوحصار په سیمه کښې د غنمو چمتو فصلونو ته د نامعلومو کسانو له خوا د اور اچولو لړۍ اندېښمنوونکې بڼه خپله کړې ده. د سیمې د خلکو او اغېزمنو کروندګرو په وینا، پرون هم په همدې سیمه کښې د غنمو فصل ته اور اچول شوی وو، او نن بیا په هماغه ځای کښې اور ولګېد چې له امله یې پراخې کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې.د پېښې له خبر سره سم د میټروپولیټن فایر بریګېډ عمله سیمې ته رسېدلې او د ماښام پر وخت یې اور تر کنټرول لاندې راوستی، څو نورو فصلونو ته د اور د خپرېدو مخه ونیول شي.د فایر سروسز ډایرکټر عبدالحق خان ویلي، که پر وخت اقدام نه وای شوی نو زیان به لا زیات شوی وای، خو عملې اور مهار کړ او د نورو سیمو تر اغېزمنېدو یې مخنیوی وکړ.سیمه ییز کروندګر او اوسېدونکي وایي چې تر اوسه د غنمو سلګونه جریبه یا لویه اندازه فصلونه د اور ښکار شوي، چې له امله یې بزګرانو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د دوی په وینا، د پرلهپسې پېښو باوجود سیمه ییزه اداره لا هم د مؤثرې څارنې، مخنیوي او د مسؤلو کسانو د نیولو په برخه کښې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.د سیمې خلکو غوښتنه کړې چې د نوحصار د غنمو فصلونو ته د اور اچولو پرلهپسې پېښو جدي نوټس واخیستل شي، د امنیت او څارنې اغېزمن ګامونه پورته کړل شي او د بزګرانو د کلونو زحمت او کرنیزو حاصلاتو د خوندي کولو لپاره بېړني اقدامات وشي.
