دنیا ۳۱ مئی ۲۰۲۶

د برتانوي راډیو تېروتنه، د پاچا چارلس د مړینې ناسم خبر خپور شو

کوټه (نوی ژوند)په برتانیا کې یوه مشهوره راډیو د کمپیوټري تخنیکي ستونزې له امله په تېروتنه د پاچا د مړینې ناسم خبر خپور کړ او وروسته یې بخښنه وغوښته. د راډیو ادارې په وینا، د تخنیکي خرابۍ له امله بېړنی نشراتي سیستم په اوتومات ډول فعال شو او د پاچا د مړینې لپاره ځانګړی پروتوکول خپور شو چې له امله یې د لنډ وخت لپاره خپرونې هم ودرېدې. وروسته ادارې وضاحت ورکړ چې دا یوازې یوه تخنیکي تېروتنه وه او له اورېدونکو او شاهي کورنۍ یې بخښنه وغوښته. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پاچا چارلس او ملکې په شمالي ایرلنډ کې په رسمي سفر بوخت وو۔