کوټه (نوی ژوند نیوز) د بلوچستان په قومي لارو او شاهراه ګانو کې د لوی اختر د درېيو ورځو پر مهال د ټرافيکي پېښو اندېښمنوونکی زياتوالی ثبت شوی، چې له امله يې 14 کسان مړه او 644 نور ټپيان شوي دي. د بلوچستان د بېړني غبرګون مرکز د معلوماتو له مخې، د اختر پر مهال په ټول صوبه کې 434 ټرافيکي پېښې ثبت شوې چې پکې سلګونه کسان ژوبل شوي او بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د شمېرو له مخې، د کوټې ـ کراچۍ پر قومي لويه لاره د وندر ـ لسبېله په برخه کې 23 پېښې رامنځته شوې چې 6 کسان پکې مړه او 34 مسافر ټپيان شوي، همدارنګه د ګدر ـ سوراب په برخه کې د 17 پېښو له امله 4 کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په همدې ډول د سرانان ـ پشين په برخه کې د 14 بېلابېلو پېښو له امله 2 کسان مړه شوي دي. اړوندو چارواکو پر موټر چلوونکو غږ کړی چې د ترافيکي اصولو پابندي وکړي او د سفر پر مهال له احتياطه کار واخلي.
