کوټه (نوی ژوند)د راتلونکي مالي کال ۲۰۲۶-۲۷ فدرالي بودجې کې پر هایبرډ او برېښنايي موټرو ترڅنګ پر سولر پینلو د سېلز ټیکس د زیاتېدو امکان څرګند شوی دی. د سرچینو له مخې، د د غوښتنو پر بنسټ پر هایبرډ او برېښنايي موټرو ورکړل شوې مالیاتي اسانتیاوې ختمېدای شي او سېلز ټیکس له رعایتي کچې څخه ۱۸ سلنې ته لوړول تر غور لاندې دي. راپورونه وایي چې د سولر پینلو پر مالیه کې هم د ۱۰ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته د زیاتوالي امکان شته، چې له امله یې د موټرو او د لمریزې برېښنا تجهیزاتو بیې لوړېدای شي او پر عامو مصرفوونکو به اقتصادي اغېزې زیاتې شي.
