تازه خبرونه ۳۱ مئی ۲۰۲۶

عرفات منهاس په لومړي لوبه کې پنځه ویکټې اخیستلو سره تاریخ جوړ کړ

کوټه (نوی ژوند)د پاکستان کرکټ لوبډلې ځوان لوبغاړي عرفات منہاس د اسټرالیا پر ضد په خپل لومړي یو ورځني لوبه کې ځلېدونکې کارکردګي وړاندې کړه او د پاکستان له لوري یې د ډېبیو په سیالۍ کې د پنځو ویکټو اخیستلو نوی ریکارډ جوړ کړ۔ نوموړي په لسو اوورونو کې د 52 منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي وسوځول او د پاکستان د بریا لپاره یې مهم رول ولوباوه۔ عرفات منهاس ویلي چې په لومړۍ لوبه کې دا بریا او ښه کارکردګي د ده لپاره ویاړ دی او راتلونکو سیالیو کې به هم د ښه لوبې هڅه کوي۔