کوټه (نوی ژوند)*پاکستان د اسټراليا پر ضد د درې يو ورځنيو سياليو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې په زړه پورې بريا خپله کړه او مېلمه لوبډلې ته يې د پنځو وېکټو په توپير ماتې ورکړه. د راولپنډۍ په لوبغالي کې اسټراليا لومړی بېټنګ وکړ او ټوله لوبډله يې په 44.1 اوورونو کې په 200 منډو وسوځېده. پاکستان د 201 منډو هدف په 43م اوور کې بشپړ کړ، چې پکې بابر اعظم 69 او غازي غوري 65 منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري عرفات منهاس په خپل لومړي نړيوال يو ورځني لوبه کې 5 وېکټې ترلاسه کړې او غوره بالنګ يې وکړ، ابرار احمد 2 او شاهين اپرېدی، حارث رؤوف او سلمان علي اغا يوه يوه وېکټه واخيسته. د دغې بريا سره پاکستان په درې لوبو لړۍ کې يو ـ صفر برلاسی ترلاسه کړ او دويمه لوبه به د جون په دويمه نېټه په لاهور کې ترسره شي.
