تازه خبرونه ۳۱ مئی ۲۰۲۶

پاکستان د يو ورځني کرکټ په تاريخ کې د زر لوبو تاريخي پړاو ته ورسېد

کوټه (نوی ژوند نیوز) د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د يو ورځني کرکټ (ون ډے) په تاريخ کې يو مهم او يادګاري پړاو بشپړ کړ او خپله زرمه لوبه يې ترسره کړه، چې له دې سره پاکستان د نړۍ درېيمه لوبډله شوه چې د يو ورځني کرکټ په بڼه کې د زر لوبو وياړ ترلاسه کوي. تر دې وړاندې هند او اسټراليا هم د زر ون ډے لوبو پړاو بشپړ کړی دی. د راولپنډۍ په کرکټ لوبغالي کې د پاکستان او اسټراليا ترمنځ د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د پاکستان زرمه ون ډے لوبه وه. پاکستان په خپلو تېرو 999 ون ډے لوبو کې 527 برياوې خپلې کړې، 442 لوبې يې بايللې، 9 لوبې مساوي پای ته رسېدلې او 12 بې پايلې پاتې شوې دي. د يادونې وړ ده چې پاکستان تر اوسه په ون ډے کرکټ کې د 400 منډو حد نه دی اوښتی، د لوبډلې تر ټولو ستر مجموعي سکور 399 منډې او تر ټولو ټيټ سکور 43 منډې ثبت شوی دی.