کوټه (نوی ژوند)د الایډ هېلتھ پروفېشنل ارګنایزېشن بلوچستان صوبایي ویاند په بولان میډیکل کمپلېکس روغتون کې د شخصي امنیتي ساتونکو له خوا پر یوه سینئر رجسټرار جنرل سرجن د مبینه لاټي چارج او سخت تشدد پېښه په کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې دا عمل نه یوازې د یوه دروند ډاکټر سپکاوی دی، بلکې د ټول طبي سکتور سپکاوی ګڼل کېږي. نوموړي په خپل غندنیز بیان کې ویلي چې ډاکټران، الایډ هېلتھ پروفېشنلان او نور طبي کارکوونکي شپه او ورځ ولس ته د درملنې خدمتونه وړاندې کوي، نو پر هغوی تشدد، ناوړه چلند او غیر انساني رویه د افسوس، شرم او نه زغملو وړ ده. ویاند زیاته کړه چې په داسې حساسو ادارو کې د طبي کارکوونکو د خوندیتوب پر ځای پر هغوی بریدونه د حکومتي او اداري ناکامۍ ښکاره ثبوت دی، او د صوبایي حکومت او روغتیا محکمې د چوپتیا او غفلت له امله دا ډول پېښې زیاتې شوې دي. نوموړي غوښتنه وکړه چې په پېښه کې ښکېلو کسانو پر ضد دې سمدستي او سخت قانوني ګامونه پورته شي او په روغتونونو کې دې د ډاکټرانو او طبي کارکوونکو د امنیت لپاره اغېزمن اقدامات یقیني کړل شي، څو په راتلونکي کې د دې ډول ناوړه چلند مخه ونیول شي.
