کوټه (نوی ژوند)د پاکستان مېډيکل اېسوسي اېشن بلوچستان پخواني سېکرټر پروفېسر مصطفیٰ وردګ ويلي دي چې په هېواد کې د خوړو کمښت، ګراني او د روغتیا خرابېدونکی حالت د سختې اندېښنې وړ ګرځېدلی او که پر وخت عملي ګامونه وانخيستل شي، نو دا وضعيت به د ستر انساني ناورين بڼه خپله کړي. هغه وويل چې په بلوچستان، سند او پشتونخوا کې ګڼ ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي او زيات شمېر امېندواره مېرمنې هم اغېزمنې شوې دي. د ده په وينا حکومت بايد د خوړو مرستندويه پروګرامونه، ګرځنده روغتيايي خدمتونه، د خوړو د کيفيت ښه کولو چارې او د بېوزلو کورنيو د ملاتړ نظام لا اغېزمن کړي، څو د راتلونکو نسلونو روغتيا، اقتصاد او راتلونکی له خطره وژغورل شي۔
