کوټه (نيوزډيسک)د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي دي چې له امریکا سره د پیغامونو تبادله روانه ده، خو تر هغه وخته چې د خبرو اترو کوم واضح او حتمي نتیجه مخې ته نه وي راغلې، د مذاکراتو په اړه هیڅ ډول پرېکړه یا قطعي نظر نه شي ورکول کېدای. هغه زیاته کړې چې د اټکلونو او بې بنسټه ګنګوسو ته باید اهمیت ورنه کړل شي او یوازې د عملي پرمختګ په رڼا کې پرېکړې ممکن دي.
