تازه خبرونه ۱ جون ۲۰۲۶

د شاهرګ شهيدانو د خپلې خاورې د ساتنې لپاره قربانۍ ورکړې، اصغر خان اڅکزی

*شاهرګ (نوي ژوند) د عوامي نېشنل پارټۍ (اے اين پي) صوبايي صدر اصغر خان اڅکزي ويلي دي چې د شاهرګ شهيدانو د خپلې خاورې، ولسي عزت او ملي وقار د ساتنې لپاره له وسله والو سره په مېړانه مقابله وکړه او خپل ژوندونه يې قربان کړل، چې تاريخ به يې تل په درنښت ياد ساتي.هغه په شاهرګ کښې د شهيدانو له کورنيو او ځايي خلکو سره د غمرازۍ او فاتحې پر مهال وويل چې د ضلع هرنائي او په ځانګړي ډول د شاهرګ ولس له اوږدې مودې راهيسې له ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او بېلابېلو کړاوونو سره مخ دی. د هغه په وينا، سره له دې چې سيمه د سکرو سکرو، خوږو اوبو او زراعتي وسايلو له پلوه بډایه ده، خو ځايي خلک لا هم له محروميو سره مخ دي.اصغر خان اڅکزي وويل چې د تاريخ په هر پړاو کښې خلکو د خپلې خاورې، عزت او حقونو لپاره قربانۍ ورکړې دي او د شاهرګ شهيدان هم د همدې مبارزې يوه برخه دي. هغه زياته کړه چې د پېښو تر شا لاملونو د درک او د حقونو د خونديتوب لپاره سياسي شعور، ولسي بيداري او جمهوري مبارزه ضروري ده.هغه دعوه وکړه چې د ځواکمنو کړيو پام د پشتون او بلوچ سيمو طبيعي وسايلو ته دی او د همدې تناظر له امله په دغو سيمو کښې د ناامنۍ او بې ثباتۍ فضا دوام لري. نوموړي ټينګار وکړ چې د خپلو حقونو، وسايلو او قومي تشخص د ساتنې لپاره منظم، سياسي او سوله ييزه مبارزه اړينه ده.وروسته اصغر خان اڅکزي او د ګوند پلاوي د شهيدانو لپاره اجتماعي فاتحه وکړه، د شهيد خالق داد بابړ پر قبر يې حاضري ورکړه او د هغه د درجاتو د لوړوالي دعا يې وکړه. ګوندي پلاوي وروسته د خوست سيمې دوره هم وکړه، چرته چې يې د ګوند د مشر مير هزار خان بابر پوښتنه وکړه او د روغتيا دعا ورته وشوه.