تازه خبرونه ۱ جون ۲۰۲۶

د محمود خان اچکزئي پر ضد د چمن پوليسو لخوا مقدمه درج شوه

چمن (نوې ژوند ویب نیوز) د تحريک تحفظ آئین پاکستان مشر محمود خان اچکزئی پر ضد د چمن پوليسو لخوا مقدمه درج شوې ده.د معلوماتو له مخې دا مقدمه د اختر په درېيمه ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په جلسه کې د شوې وينا په تړاو د ولي غبیزئي په مدعيت کې درج شوې ده.پوليس وايي چې د قضیې نورې قانوني چارې روانې دي.